سپینې خبرې او اترې
لیکوال متفاعد ډګروال پویان    لیکوال متفاعد ډګروال پویان

           ای  بسا  معني  که از نا محرمی های زمان *  در دل لفظم اسیر پرده های راز ماند  

دا چې د خدای بښلي بیدل په زړه کې به کومې خبرې وې او د چا له  خوا د هغه په خولې او شونډو دچوپتیا مهر لګیدلای ؤ او کوم پټ  رازونه هغه له ځان سره  له دغې دنیا ګۍ څخه بلې دنیاګۍ ته ایوړل ، هغه خبرې دي چې د تاریخي پیښو څیړونکي به پری خبرې ؤکړی او زه پرې کار نلرم/ د فرانسې ریاضی پوه کالیلې د لمړي زل لپاره ځمکه غونډه او کروي او خوځیدونکې ؤ بلله او د دغې خبرې د ویلو په جرمانې کې د هغه وخت د حکمرانانو له خوا په ګالیلې د کفر تور ولګید او په سولۍ ؤخیژول شو/ زه فکر کوم اوسنۍ زمانه د ریاضی پوه ګالیلې زمانه نه ده چې څوک دې د ريښتیا خبرې ؤکړي او بیا زاړه پاله حکمرانان او پوچ مغزي قاضیان دې د دینې او مذهبي ملحوظاتوپه بنیاد  هغه  په سولۍ ؤ خیږوي. د بیان او دعقیدې آزادي د هرانسان طبعي حق دی/ زما په آند د هر انسان او په تیره بیا د متفکروانسانانو لپاره هغه وخت را رسیدلای دی چې په آزاده توګه هغه ریښتیاخبرې ؤکړي چې په زړه کې یې لري/ دا چې په دغو خبرو څوک خپه او څوک خوشحالیږي دا د آوریدونکو او لوستونکو د نا پوهۍ ستونزه ده- نه د لیکوالانو او نه د فکر دخاوندانو/ زه نه غواړم پخپلوخبرو او نظریوکې خدای يې مکړه دچا سپکاوی ؤکړم او یا خپلې خبرې په چا تحمیلې کړم/همدا رنګه زه نه غواړم د یوه معتقد او رادیکال مسلمان په توګه د جهان په هغو خلکو چې مسلمانان نه دي د وسلو او پیسو په زور د اسلام د مقدس دین کلیمه ؤ وایم او خپل اسلامي معتقدات پرې تحمیل او بار کړم او زه نه غواړم څوک دې پرما خپلې دینې عقیدې تحمیلې کړي/ همدارنګه زه د تیرې زړې زمانې پرونی سړی نه یم چې له غور او سنجش او سوچ او فکر پرته دې په پټوسترګو د خپل د کلي د جومات د ملا صیب او یا د ملا صیب د چړیانو خبرو ته غوږکیږدم. زه نه غواړم د آخوند او ملا صیب هغه خبرې او مسالې چې راته یې ویل: د قصص الانبیا په مشهور او معتبر مذهبي کتاب کې راغلي دي: ځمکه د غوایي په ښکر سوره ده  او غوایی د کب په شاه ولاړ دی او کب په یوه داسې ارت دریاب کې پروت دی چې په اوږدوالي او سوروالی یې یوازې خدایتعالی پوهیږي،نوکله چې غوا او یا د ملا صیب د زهن هغه خیالی غوایی یا سنډا ستړی کیږی ځمکه له یوه ښکر څخه و بل ښکر ته غورځوي او زلزله ترې جوړیږي» زه اوس د زلزلې د پیښیدو په علتونو او په خبرو پوره پوهیږم او اوس مې په دغو درواغو خبرو دکلی د جومات ملا صیب او یا بل څوک غولولای نشي/ زه له هغو خلکوکرکه او نفرت لرم چې په خلکو يې د دین او مذهب د ساتنې په پلمو د خپلو تنظیمې او شخصي ګټو د خوندی کیدو لپاره بې دیني تپله او له دین څخه يې تجارتي متاع جوړه کړې وه او د خپلو جییبونو د ډکولو لپاره یې د(نارې تکبیر) دروغجنې چیغې وهلې. توجه ؤکړئ دقران شریف د بقرې سورې دغه مبارک آیات ته چې وایي« ومن الناس من یقول امن بالله وبالیوم الاخر وماهم بمومنین - یخدعون الله والذین امنوا وما یخدعون الا انفسهم وما یشعرون» هغه کسان چې وایي مونږ ایمان را وړی په الله او د آخرت په ورځې او مونږ هم د ایمان لرونکو له ډلې څخه یو خدعه او غولول کوي د الله په وړاندې خو الله غولولای نشی او خپل نفس او خپل ځان غولوي اوهغوی شعور نه لري. همدا رنګه توجه وکړئ د شاعر دغه له مانا ډک شعر ته چې د پورتنیو آیاتو په الهام او په رڼا کې یې لیکلای دی او وایي                                                                         

 

ښه به دا وي چې حاجي له حج را ستون شي                                             

نه هغه چې د یتیم له پاکو وینو                                                             

د حاجی صیب د حج خرڅی تیار شي                                                    

ښه به دا وي چې نفلونه یې قضا شي                                                       

نه هغه چې د ؤلس اغوا لپاره                                                               

څوک خپل وچویلی په خاورو کې ګردجن کړي                                        

په زر زله به مجوس  نصرانی ښه وی                                                   

نه هغه چې د اسلام له پاک نامه نه                                                         

د قاتل او بدکردار مردار لاسونه                                                            

د غرض ګټه کړي پورته                                                                      

او اسلام د سیاستونو په ډګر کې                                                            

د هر کس ناکس لپاره                                                                          

د څوکۍ د برد او باخت قمار خانو کې                                                     

د ګټلو او بایللو وسیله شي                                                                    

 

زه له هغو خلکو بیخي کیله من او خپه یم او حتي له هغوی څخه کرکه لرم چې د سیاست اواقتصاد استادان نه دي خو په سیاسي خبرو کې ګوتې وهي/ زما لپاره د خپګان خبر خو دا ده چې د طب پوهنځی خو لا پریږده د پرستارۍ اونرسنګ او واکسیناتورۍ د  ښونځي لار او دروازه یې لیدلې نه ده خو ځان ډاکتر صیب انجنیر صیب اکادیمیسن صیب،دشورا وکیل صیب، منصبدارصیب او پروفیسر صیب بولي او د دغه مظلوم او ځوریدلي ولس په ژوند لوبې کوي/ زه د یوې ویشتمې  پیړۍ په خبرو پوه ځوانانو او د مسلک خاوندانو ته په خطاب کې وایم:راته ګرانوځوانانو!دخدای(ج)پخاطر د دغه ځوریدلي خوار ولس چیغې او فریادونه واورئ، را ویښ شئ او د وطن چارې د بیا جوړیدو لپاره متخصصو کدرونو ته وسپارئ/ له دغو وړیو شړۍ نه جوړیږي/ له نرغوایي څخه د شیدو او له غواګۍ څخه د یوې (قولبې) کولو تمه کول د احمقانوکاردی/په بومانو، ټپوسانو او مردارخورو کارغانو د زرکو ښکارمه کوئ او د ښکار لپاره سپین وزری شهباز را پیدا کړئ اوڅرنګه چې خدای تعالی(ج) پخپل مقدس کتاب قران شریف کي فرمایلي دي امانت په هغوخلکو وسپارئ چې د ساتلو اهلیت اوصلاحیت یې ولري او کار هغه چاته وسپارئ چې په هغه کار کې تحربه او تخصص ؤلری                           

راته ګرانوځوانانو!ستاسو د هیواد په اولوسي جرګې کې داسې نا لوستي کسان ناست دي چې د دوو خرو د وربشو په ویشلو کې پاتې راځې/ دهغوی پوچ اوخوسا سرونه په قانونی مسایلو نه خلاصیږي/ستاسود پولیسو او اوردوپه ځواکونو کې داسې کسان شتون لرې چې د خلکو په وژلو او غلاګانو تورن دي/ ستاسو د هیواد په لوړ پوړو حکومتي چارواکو کې داسې کسان شتون لري چې د مخدره موادو د قاچاق په کار او بار کې اخته دي او د وطن د جوړیدو په خیال او فکرکې نه دي/ما د بی بی سی د تلویزون له لیارې د ښاغلي کرزي صیب له خولې څخه اوریدلې چې ویل يې: اوس دا مهال د دې خبرې وخت را رسیدلای نه دی چې کاردې اهل کار ته وسپارل شي/ په داسې حال کې چې له دغو وړیو شړۍ نه جوړیږی او ولسي جرګه له څو محدودو کسانو پرته له غلواو داړه مارانو ډکه ده او داړه مارانو د پیسو او وسلو په زور د تقلب له لارې شورا ته لاره موندلې ده/ نو زه له ګران ورور ګرزي صیب څخه پوښتنه کوم چې د حل لار يې کومه ده؟ زما په آند او فکر د حل لار یې شته او هغه د وطن د بیا جوړولو لپاره د دولتي او عدلي او قضایي او امنیتي او اقتصادي او تعلیمې او عمرانی په چارو کې  د هغو مجربو پاکنفسو متخصصو کدرونو ګمارل دي چې د سیاسي ملحوظاتو له امله له وطن څخه شړل شوي دي او په پردیو هیوادونو کې وزګار ناست دي او د هغوی له مهارتونو او تجربو څخه ګټه نه پورته کیږې/ ښه مې په یاد دي، داسې مې په یاد دي چې ته به وايې دغه خبرې د نن خبرې دي- کله چې د پاچاهی نظام ړنګ شو داود خان داسې بې تجربه هلکان په کارونو ؤ ګمارل چې د ده د کودتا ملګري وواو نتیجه یې دا شوه چې دغه بې تجربه ځوانان د داود خان د جمهوریت په ساتلو کې پاتې راشي/د داخلې د چارو وزیر په پولیسو اکادمۍ کې زما د ټولګي ملګری د کم عمر بې تجربه هلک د ترافیکو د چارو پولیس بریدمن قدیرنورستانی ؤ اود دفاع د وزارت په څوکۍ د رسولي په نامه یو بې خبر کنګس سړی ناست ؤ او ځینو خلکو د رسولي په هکله د چرسی توب خبرې هم کولې، ما له نږدې لیدلی ؤ د دفاع د وزارت لپاره مناسب کس نه ؤ/همدا رنکه د خلق دیموکراتیک ګونذ د واکمنۍ په وخت کې خلقیانو او پرچمیانو د خپلې پارټۍ داسې بې تجربه ملکي کسان په نظامي چارو کې ؤ ګمارل او بیا یې د جنرالۍ رتبو ته ؤ خیژول چې ګڼ شمیریې د کلیو او بانډو د ښونځیو متعلمین او یا د ښونځيو معلم صاحبان ؤو او ددغواحساساتي ځوانانو د نادودو کړو وړو له کبله خلکو وسلې تر لاسه کړې او غروته ؤختل او ما چې به له خلکو سره اواری او ښه چاچلند کاوه هغوی به پرما د اسلامی د ګوند د غړیتوب ټاپې لګولې او پایله یې دا شوه چې زه يې د زندان تورو تنبو شاه ته ؤغورځولم/ هغوی د زنده باد او مرده باد له شعارونو پرته د دولت سازۍ په کار نه پوهیدل او بل چاته یې هم د وطن د رغونې لپاره د کار کولو اجازه نه ورکوله او کله چې خدای بښلي ډاکتر نجیب د  خپلو خلقي او پرچمي ملګرو په اشتباه ګانو پوه شو نو ملي او ؤلوسی لاره يې غوره کړه او د هیواد مجربو متخصص کدرونو ته یې د وطن د بیا جوړیدو لپاره د منلو غیږه خلاصه کړه او بيطرف او بې پرې خلک یې ځانته نږدې کړل خو له بده مرغه  خدای بښلي نجیب د دغه منل شوي رغنده عمل له کبله د خپلوځینو ملګرو له خوا چې دولتې مقامونه يې له لاسه ور کړي وو او مبارزه یې د لوړو څوکۍ ګانو او لوړو امتیازونو د نیولو لپاره وه او ځانونه يې د مارکسیسزم او لینینیزم د فلسفې فیلسوفان بلل اومغرور او متکبر خلک وؤ او د کلي خلک يې  هیر کړي وو له غبرګون سره مخا مخ شو او کله چې د پاکستان آی، اس،آی د خدای بښلې نجیب الله دبریالۍ لارې په معقولیت پوه شو او ورته  ٍثابته شوه چې د ولس په مرسته د نجیب الله زعامت د کامیابیدو په حال کې دی او په افغانستان کې د جګړو طاعون خپلې وروستۍ د زلقدن سلګۍ وهی نو د نجیب په سر یې تورې خاورې را واړولې او د افغان ولس میلي مصالحه یې چې د ملګرو ملتونو له خوا د عملي کیدو په حال کې وه د سیمې او بین المللي ارتجاع په مرسته په اوبو کې لاهو کړه                                                                   

د خلقیانو او پرچمیانو تر منځ د کلیوالي ژوند او ښاري ژوند سلیقوي او روحي     توپیرونه موجود ؤو، خلقیانوچې دکلي ځوانان ؤو خپلې کیلیوالي سلیقې کارولې او  په پرچمیانو  یې  د سلطنت او اشرا فیت  ټاپې لګولې او داسې شعارونه او شعرونه یې زمزمه کول چې د پرچمیانو لپاره د منلو وړ شعرونه نه و                

چې په چاودو پوندو نه وي ګرځیدلی/دخلقي ګوند په حساب کې را تلای نشی    

چې نوکریې ترمکتبه پورې بیایي/ د کاګر سره په باب کې راتلای نشي        

           

همدا رنګه پرچمیانو ویل چې ګنې د تحصیلاتو او پوهې له نظره خلقیان د لوړې پوهې خاوندان نه دي او په دفتري او دیپلوماسي سیاسی چارو يې سرونه نه خلاصیږي او پخپلو وظایفو کې پاتې راځي اوخلقیانو ویل(دجنرالانو او خانانو زامن هیڅکله د خوارو ؤلسونو، کارګرانو پزګرانو اوبې وزلو خلکو نماینده ګي کولای نشي- له دښمن سره جګړې خلقیان کوي او له جګړو بچ په لوړوڅوکۍ ګانو کې له غټوغټو نکتایی ګانو سره پرچمیان ناست دي) د خلقیانو او پرچمیانو روسی مشاورین هم د افغانستان د خلکو له اجتماعی او روحي خصوصیاتو او دودونو او رواجونو سره نا آشنا خلک وو او د هغوی غلطو مشورو د خلق دیموکراتیک ګوند ته تباه کوونکي زیانونه ورسول او د خلق ګوند یا د وطن ګوند له واکمنۍ وروسته  منځ لارو مجاهیدینو د خپلې واکمنۍ د بقا او پایښت لپاره د کلیو هغو نا پوهو بد ماشانواوغلوته وسلې او پیسې په لاسو کې ورکړې چې نتیجه يې د ولس بربادي او پاټک سالاري او د تنظیمی جګړو نښتې وی- له مجاهدینو وروسته د پاکستان استخباراتي شبکو د امریکې په مرسته د پسات د ورکولو په بهانو  او د دین د ساتلو په پلمو او د ظاهرشاهی نظام د بیا جوړیدو په بهانو  داسې  دهشتګرو ته د طالبانو او ملاصاحبانو سپینې جامې او سپین لنګوټي ور واغوستلې او کاذب هویتونه او شهرتونه یې ور کړل چې نا لوستي ؤو او پاکستان  د افغانستان د ملی حاکمیت او استقلال د صلبولو لپاره پخپلو کمپونو کې روزلي وو  دا چې  په پارسي کې خلک متل کوي او وایې(چاه کن خودش در چاه است )د حق خبره ده- د امریکې سیاستوال کله پخپلو اشتباه ګانو پوه شول چې اوبه له ورخه آوښتې وې او د افراطی ډلو ټپلو له خوا د هغوی په تجارتي برجونوباندی وسلوال بریدونه تر سره شوی وو- دا وې زما سپینې خبرې- دا چې زما په سپینو خبرو څوک خپه کیږي او یا څوک خوشحالیږي زه پرې کار نه لرم او باید دا خبره هیره نګړو چې د لسو کلونو په اږدو کې د افغانستان د حکومتونو او مخالیفینو جګړې داخلی جګړې نه وې- دغه جګړې د پاکسستان د( آی، ایس، آی) جګړې وې چې د پښتنو قبایلو د حقه حقوقو د صلبولو لپاره په افغانانو تپلې شوې وې- د پاکستان پوز هغه وسلوال کسان په نښه کوي کوم چې د پښتنو د حقوقو د داعې پلویان دي او بیا جهانیان په دې خبرو غولوي چې ګنې هغوی له ترورستانو سره په جګړو کې ښکیل دي او د امریکې د ګټو او سولې پلوي کوي حال دا چې لمر په دو ګوتو نه پټیږي- پاکستان د خپل بقا لپاره افراطی ډلې ټپلې روزلې دي او د جهان سولې ته یې ستونزې زیږولې دي او د پاکستان لپاره هغه ورځ لرې نه ده چې په هغو اورونو کې وسوځي کومې چې هغوي د هند دلوی هیواد او افغانستان لپاره بل ساتلي دي                       -                                                       


September 22nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي